اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي له بده مرغه اپوزېشن په ذهني توګه په تجربه نه لرونكو مشتمل دے٬ هغو د خپلو كيسونو څخه د وړاندې سوچ كولو صلاحيت نه لري ۔د اپوزېشن ټولو لارښودو ته يو هنر زده دے چې په مقدمو كښې تاريخ څنګه اغستل وي٬د هغوي څخه د ښېګړې توقع نه شي لرلې كېدې٬هغوي په دې نه پوهېږي چې پارليمان قوي وي نو د هېواد اولس هم قوي وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي او د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔چوهدري فواد حسېن ووئيل شاهد خاقان عباسي اينډ كمپني په ګډه د اليكټرانك ووټنګ مشين استعمال په حقله قانوني تراميم متنازع كولو له هڅه كوي۔ده ووئيل د اپوزېشن ټولو لارښودو ته يو هنر زده دے چې په مقدمو كښې تاريخ څنګه اغستل وي٬د هغوي څخه د ښېګړې توقع نه شي لرلې كېدې٬هغوي په دې نه پوهېږي چې پارليمان قوي وي نو د هېواد اولس هم قوي وي او د هېواد سياست هم ښه وي۔ ده ووئېل ووټ له د عزت وركولو خبره كوونكو ته چې كله موقع په لاس ورځي نو د ډيل لپاره هلې ځلې پېل كوي او چې په كوم ځاے كښې د اصلاحات خبره وي نو اپوزېشن هغه پرېښودي او ډيل لپاره چمتو كېږي۔ ده ووئېل مولانا فضل الرحمان٬بلاول ته او بلاول مولانا ته او بيا دواړه په ګډه(ن)ليګ ته خبرې كوي٬هغوي څخه د ښېګړې ھېڅ توقع نشي لرلې كېدې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان عمر له د سپيځلو ټاكنو داعي دے٬د كال 2013 د ټاكنو ترمخه جوړې شوې اسمبلۍ ته عمران خان په خپل خطاب كښې نواز شريف له په وزيراعظم جوړېدو مباركي وركولو كښې وئېلي وو چې ټول ګوندونه دا وائي چې په ټاكنو كښې ټګي شوې۔ ده ووئيل عمران خان غوښتنه كړې وه چې كه څلور حلقې پرانستلې شي نو په ټاكنو كښې به د ټګۍ سبب رامخې ته شي۔ده ووئيل د عمران خان وېنا ته چا پام لرنه نه وه كړې چې په نتيجه كښې يې د پاكستان د سياسي تاريخ يو لويې پاسون رامخې ته شوے ؤ ۔۔د اطلاعات وزير ووئيل جسټس ناصر الملك ټول ګوندونه اوريدلي او د هغې نه پس يې خپل سفارشات پېش كړي۔ده ووئيل د الېكشن كمېشن ډهانچه په سياست وږره وه٬په ټاكنو د وګړو باور نه وو٬ د 2018 په ټاكنو كښې اولس په عمران خان د باور څرګندونه كړې او وزيراعظم جوړ شوے ۔دا زمونږ په منشور كښې شامل وو چې الېكشن كمېشن به خپلواكه او بې پرې جوړولې شي۔ ده ووئېل تحريك انصاف يوازنې ګوند دے كوم چې په حكومت كښې د پاتې كېدو سره سپيځلو ټاكنو لپاره خپل وړانېدېزونه وركړې٬په كوم چې اول د كمېټۍ په كچه بحث شوے او بيا د يو سوچ نه پس پارليمان ته وړاندې شوي۔مونږ اپوزېشن له بلنه وركړې چې راشي او د ټاكنو په اصلاحات زمونږ سره خبرې وكړي۔ده ووئيل څوك هم په پاكستان كښې د انتخابي نظام څخه مطمئن نه دي ۔وفاقي وزير ووئيل مونږ انتخابي عمل كښې د ټېكنالوجي استعمالول غواړو۔ ده ووئېل سپريم كورټ ته چې كله د سېنېټ د ټاكنو معامله وړاندې شوه نو سپريم كورټ په ټاكنو كښې د سپيځلتيا لپاره د ټېكنالوجي استعمالولو حكم جاري كړو۔ ۔ده ووئيل د آئين آرټيكل 2018 له مخې ټاكنې به د قانون ترمخه كېږي٬د قانون جوړولو اختيار پارليمان ته ترلاسه دے۔په پارليمان كښې ناست وګړي پريكړه كوي چې هغوي څه ډول نظام خپلوي ٬ چاته دا حق نه دے ترلاسه چې پارليمان نظرانداز كړي۔ده ووئيل عمران خان د پاكستان تر ټولو مقبول ليډر دے٬تحريك انصاف تر ټولو لوي ګوند دے ٬ كه مونږ د الېكشن كمېشن څخه مطمئن نه يو نو بيا به ټاكنې څنګه كېږي۔الېكشن كمشنر دې د يوې ادارې د مشر په توګه كار وكړي
له بده مرغه اپوزېشن په ذهني توګه په تجربه نه لرونكو مشتمل دے ٬ هغوي د خپلو كيسونو څخه د وړاندې سوچ كولو صلاحيت نه لري ۔د اپوزېشن ټولو لارښودو ته يو هنر زده دے چې په مقدمو كښې تاريخ څنګه اغستل وي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا