اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے دے چې زلزله ځپليو لپاره جوړ كړے شوے فنډ به تركيه سره سره د سوريه ځپليو لپاره هم كارولے شي٬ پاكستان به نه يوازې تركيه او سوريه لپاره د مرستې سامان لېږي بلكې د دې د ترسيل مصاريف به هم پورته كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې دتركيه او سوريه سېلاب ځپليو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې روانو كارروائيو جاج اخستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬ احسن اقبال ٬ مريم اورنګزېب ٬ رانا تنوير حسېن ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق فاطمي ٬ تركيه او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو ٬ خارجه سېكتر ٬ د هوابازۍ سېكتر ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه ته په تركيه كښې د پاكستان لخوا د مرستې روانو هلو ځلو او تركيه او سوريه ته د لېږلې كېدونكي سامان په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِ اعظم اېن ډي اېم اے ته د تركيه او سوريه ځپليو ضرورتونه نظر كښې نيولو سره د مرستې سامان اخستلو ٬ د منصوبه بندۍ وزير ته فنډ رېزنګ لپاره تعليمي ادارو سره د رابطې كولو او د مذهبي چارو وزارت ته علماﺀ كرام اعتماد كښې اخستلو سره د زلزله ځپليو مرستې لپاره په ديني ادارو كښې د مرستې آواز لګولو هدايت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د پاكستان لخوا تركيه ته خېمې ٬ كمبلې او ګرمې جامې لېږلې شي۔ د دې سامان لويه برخه د ايئر برج د لارې لېږلې شوې ده۔ تېره ورځ د 21 ټركونو يوه قافله نورې خېمې ٬كمبلې او ګرمې جامې اوړلو سره تركيه او سوريه ته روانه كړې شوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په ګرد هېواد كښې د اېن ډي اېم اے په کلېکشن پوائنټس د پاكستاني اولس لخوا د مرستې سامان رارسېدل پېل شوي دي۔ په راتلونكو څو ورځو كښې به 16 سوه ټن راشن د زمكيزو او بحري لارو تركيه او سوريه ته رسولې شي۔ په تركيه او سوريه كښې پاكستاني سفيرانو وزيراعظم زلزله ځپليو سيمو كښې د ځپليو ضرورتونو په اړه خبر كړو۔ وزیرِ اعظم دواړو سفيرانو ته د تركيه او سوريه حكومت سره په رابطه كښې د پاتې كېدو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د تركيه او سوريه زلزله ځپليو په مرسته كښې د برخه اخستونكو وزيرانو ٬ ادارو او اهلكارو هڅې د ستائنې وړ دي۔ پاكستان به د دې تاريخي زلزلې ځپليو ترك او شامي وروڼو خوېندو تر خپله وسه مرسته كوي۔ ده ووئيل پاكستاني رېسكيو اهلكار په تركيه كښې د خلقو ژوند په بچ كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان به د تركيه او سوريه مصيبت سره مخ وروڼو خوېندو مرسته روانه ساتي۔
فنډ به تركيه سره سره د سوريه ځپليو لپاره هم كارولے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه او سوريه زلزله ځپليو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې روانو كارروائيو جاج اخستو غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز