اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په نړيوالې ورورولۍ زور راٶړے چې نړيواله ورورولي دې په غزه كښې سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده ، پاکستان به د منطقې پرمختګ لپاره خپل بشپړ كردار لوبوي۔ د شورو په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د كو??سل 23مې غونډې ا??تت??مي نشست ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم د اېس سي او مشرانو ته ووئيل په دې موقع مونږ په غزه كښې روانه اوسنۍ ??سل كشي نظر انداز كولې نشو٬ نړيوالې ورورولۍ له به د بربريت لاره نيولو لپاره اقدامات كول وي٬ په غزه كښې جارحيت يوه الميه ده٬ هلته سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده د كوم پولې چې د كال 1967 نه په وړاندې بنياد وي او د ھغې پايه تخت القدس الشريف وي۔ وزيراعظم ووئيل د کو??سل 23مه غونډه په كاميابۍ سره پائې ته رسېدلې ده چې پكښې غړو هېوادونو خپل راتلونكي كول لپاره بهتر او تل پاتې سباٶن لپاره په مشتركه عزم رڼا اچولې۔ وزيراعظم ووئيل د اېس سي او اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره د پاكستان لخوا د بشپړه ملاتړ د عزم پخلے كوٶ۔ ده ووئيل مونږ له به خپلې شريكې ??ړي??ې د سياسي اختلافات او تقسيم نه پرته پاتې كېدو سره د مشتركه چېلنجز حل كولو او د يو بل سره مرستې كولو سره د خپل اولس شريكې ګټې٬ پرمختګ او استحكام لپاره كردار لوبول وي۔ په دې موقع وزيراعظم د روسيه وزيراعظم ميخائل مشوستن ته د کو??سل په چيئرمېن شپ سنبھالولو مباركي وركولو سره د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركوٶ۔ دغسې وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په كاميابۍ منتظمينو له هم مباركي وركړه۔
نړيواله ورورولي دې په غزه كښې سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د آزاد فلسطيني رياست جوړونه ضروري ده۔ وزيراعظم شهباز شريف
खजाने का मकबरा आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ