اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پ?? پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول ز??ده ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع په ملاقات كښې وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او، سي اېچ جي په كلنه ??ونډه كښې د تاجکستان د فعاله او تعميري شرکت ستائنه كولو سره و??ئيل د وروڼو هېوادونو او سيمه ايز شراكتدار د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تل پاتې رشته موجود ده۔ وزيراعظم سږ كال په جولائي كښې د دوشنبه د نتيجې وړ خپلې دورې ذكر هم وكړو او د دوه اړخَيزه شريكو اړيكو په مثبت پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه و??ړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو د مشتركه مفاد په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د سيمه ايزو رابطو په څانګه كښې نزدې او د شريكې ګټورې مرستې مستحكم كولو ته اړتيا ده٬ د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول ز??ده د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئر په حېث د پاکستان لخوا د غونډې په كاميابه تابيا ده له مباركي وركړه۔ دوي د تاجكستان پلاوي او د نورو ګډون كوونكو پلاويو په تود هركلي او غوره مېلمستياﺀ د پاكستان مننه و??ړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ته د تاجکستان صدر امام علي رحمن لخوا د نېكو هيلو پېغام په وركولو كوهر رسول زاده و??ئيل د تاجکستان او پاکستان ترمېنځه د مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې مستفيد كېدو لپاره تاجکستان پاکستان سره په ګډه كار كولو لپاره بشپړ عزم لري۔ د تاجکستان وزيراعظم د پاكستان خپل همڅنګ شهباز شريف او د پاكستان حکومت تاجکستان ته د چينو برآمد كولو په اجازه مننه كولو سره و??ئيل دا ب?? د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت له وده وركړي۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم كوهر رسول زاده ملاقات
एजी ऑनलाइन विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ