كراچي 20 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د جهاز سازۍ٬انجينئرنګ٬سالډ ويسټ منيجمنټ او ټرانسپورټ پشمول په ټولو څانګو كښې د ??اك??تان او تركيې ترمينځه ستراتېژېكي مرسته ستائېلې ده۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيې دفاع وزير هلوسي اكار د پلاوي په كچه خبرې كړي۔وزيراعظم په ټولو نړيوالو ځايونو د كشمير په مسئله د ??اك??تان دريځ په غېر متزلزل ملاتړ د تركيې حكومت او اولس مننه كړې ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د تركيې پوهې او تجربې څخه هر ممكنه ګټه پورته كړئ۔ده د تركيې حكومت او اولس د زړه له كومې مننه وكړه چې ??غو?? په ??اك??تان كښې د كراچۍ شپ يارډ پشان قوي ادارو پرمختګ كښې د مرستې عزم څرګند كړے ځكه چې د تركيې د ملاتړ په سبب په څو كلونو كښې دا اداره په ګټه كوونكو ادارو كښې شامل شوې۔د دفاعي پېداوار وفاقي وزير اسرار تري??٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه٬چيف آف نيول ستاف اېډمرل امجد خان نيازي٬د وزيراعظم د سټراټېجك اينډ پوليټيكل كميونيكېشن خاص مرستيال سيد فهد حسېن او نور اړوند سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو
وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيې دفاع وزير هلوسي اكار د پلاوي په كچه خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ