اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ انتها ته رسېدلې دي٬ هند د يو اړخيزه اقداماتو د لارې د منطقې امن خرابول غواړي٬ د ش??ې په تياره كښې ماشومان او ځوانان تختوي او بدترين تشدد پرې كوي۔ خارجه وزير دا خبرې د ايران خپل همڅنګ جواد ظريف سره د ټيلې فوني تماس د لارې كړې۔ د ټېلي فوني تماس په مهال مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو په روانو سنګينو خلاف ورزيو٬ د منطقې د امن په خراب صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ايران خارجه وزير مقبوضه کشمير پ?? صورتحال د تشويش څرګندونې كولو س??ه وئيلي دي هندي اقداماتو س??ه به منطقه كښې تاٶ تريخوالې لا زيات شي۔ د نهې په ور?? شاه محمود قرېشي د ايران خپل همڅنګ جواد ظريف د مقبوضه کشمير تاز?? صورتحال نه خبرولو كښې ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د تېرو څلورو اوونيو څخه پرله پسې كرفيو نفاذ كړې ٬ صورتحال دومره اندېښمند دے چې د خوراكي توكې او داروګان هم نه ترلاسه كېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د مقبوضه جمو و کشمير بې ګناه مسلمانان د هند استبداد څخه خلاصولو لپاره ملګرو ملتونو او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته ګوري۔ د ايران خارجه وزير جواد ظريف مقبوضه کشمير پ?? صورتحال د تشويش څرګندونې سره ووئيل هندي اقداماتو س??ه به منطقه كښې تاٶ تريخوالې لا زيات شي۔(ګ ل
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران خپل همڅنګ جواد ظريف سره ټېلي فوني خبرې
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ