اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي د بې ګناه پوليس افسر کمال احمد په سينه کښې لګېدلې ګولۍ ثبوت دې چې عمران خان ترهګر دې، د کمال احمد قاتلان عمران خان، شيخ رشيد او د دوئي پلويان دي، عمران خان د مارچ تر نامه لاندې د كورنۍ جګړې سازش كوي۔ د نهې په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ده ووئيل چا چې دا اعلان كړې چې خونړې مارچ به كېږي هغه سره به حساب كولې شي۔ ده ووئيل په پوليسو ډزو دا ثابت كړي چې دا كوم سياسي فعاليت نه دې او دوئي سولييز مارچ كول نه غواړي۔ كنځلې كوؤنكو ګولۍ ورول هم پېل كړي ي٬ قانون په خپل لاس كښې اخستې شوې دې٬ د كمال قاتلان به قانون سره مخ كوؤ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د كورنۍ جګړې ٬ اړي ګړي او فساد مخه به د قانون د لارې نيولې شي۔ ده ووئيل د شهيد پوليس اهلكار كورنۍ ته به شهدا پېكج وركړؤ٬ د شهيد اهلكار د كورنۍ د كفالت او كوچنيانو د تعليم ذمه واري به حكومت اخلي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال د حفاظت فرض به ترسره كوؤ۔ داخله وزير د شهيد پوليس اهلكار كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيد شوي پوليس اهلكار ته لوړې درجې او غمجنې كورنۍ ته د صبر او زغم توفيق وركړي
د کمال احمد قاتلان عمران او د هغه پلویان دي، د مارچ تر نامې لاندې د كورنۍ جګړې سازش روان دې٬ داخله وزير
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ