اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان او ترکيه نړۍ قائله كوي چې د اسرا??يل لخوا بمباري په سمدستي توګه بنده كړې شي٬ د فلسطين په صورتحال د نړيوالې ورورولۍ خاموشي د افسوس وړ ده۔ د نهې په ورځ تركيه كښې د فلسطين په صورتحال او د سفارتي هلو ځلو پحقله خپل مهم بيان كښې خارجه وزير وو??يل د پاكستان او تركيه حكمت عملي واضح ده٬ پاکستان او ترکيه نړۍ قائله كوي چې د اسرا??يل لخوا بمباري په سمدستي توګه بنده كړې شي۔ شاه محمود قرېشي وو??يل اسرا??يل بمباري كوي٬ دا د بشري حقونو او د څلورم جنيوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده ٬ اسرا??يل په بې ګناه فلسطينيانو ظلمونه كوي او په زبردستۍ دوي د خپلو كورنو نه بې داخله كوي۔ خارجه وزير وو??يل اسرا??يل مسئلې لا پېچلې كوي٬ د دې بربريت په سمدستي توګه لاره نيولو ته اړتيا ده٬ د اسرا??يل د بمبارۍ په سبب د اولس روغتونونو څخه رابطه منقطع كېږي٬ په فلسطيني وګړو د روانو ظلمونو لاره نيولو لپاره بېلا بېلو هېوادونو سره د رابطو سلسله جاري ده۔ شاه محمود قرېشي وو??يل د انډونيزيا خارجه وزير هم باور راكړے چې په غونډه كښې به ھغه هم ګډون كوي ٬ انډونيزيا د آبادۍ په لحاظ سره لوي اسلامي هېواد دے او د انډونيزيا د خارجه وزير نمائندګي هم لويه كاميابي ده۔ شاه محمود قرېشي وو??يل د تركيه خپل همڅنګ سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې له روان وٶ خو نن مونږ خپل تګ ځنډولے٬ ځكه چې د فلسطين د خارجه وزير په لاره كښې خنډان راولاړولې شي۔ خارجه وزير وو??يل مونږ غواړو چې د فلسطين خارجه وزير هم مونږ سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته لاړ شي٬ كه ھغه د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو نه اېسار كړے شو نو دا به لويه ناانصافي وي ۔ ده و????يل مونږ به د فلسطين د خارجه وزير انتظار كوٶ٬ زه هيله او خواهش لرم چې د فلسطين خارجه وزير به راشي۔ ده و????يل د فلسطين په صورتحال په نړۍ كښې اولسي غبرګون د ډاډ وړ دے۔ ده و????يل د فلسطين اولس پرېكړه كړې چې په اتفاق او اتحاد به خپلې هلې ځلې دوام دارې ساتو۔ ده و????يل په اروپائي هېوادونو كښې مېشته 65 مېليونه مسلمانان او سول سوسائيټي دې پارلماني غړو سره مراجعه و??ړي او په فلسطينيانو د كېدونكو ظلمونو لاره نيولو لپاره دې په دوي فشار واچوي۔ ده و????يل په فلسطين بمبارۍ سره برېښنا منقطع ٬ اوبه او د خوراك څيزونو سپلاي ځپلې شوې ٬ كه نړيواله ورورولي د فلسطين په صورتحال غلې وي نو دا به د افسوس وړ وي
پاکستان او ترکيه نړۍ قائله كوي چې د اسرائيل لخوا بمباري په سمدستي توګه بنده كړې شي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea