قاهرہ۔20 دسمبر(اے پی پی) وزیر اعظ?? شهباز شریف 18 څخه تر 19 دسمبر په قاهره مصر كښې شوي د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو 11 مه سرمشريزه غونډه كښې له ګډون كولو څخه وروستو د??ه ورځنۍ دوره بشپړ كولو سره تېره شپه هېواد ته راستون شو۔ د عرب جمهوریه مصر د هوابازۍ وزير ډاكټر سامح ??حمد الحنفي او په قاهره كښې د پاكستاني سفارت چارواكو په هوائي مېدان وزيراعظم ته په مخه ښه ووې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم د ډي اېټ سرمشريزې غونډې او په منځني ختځ كښې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې په رامخې ته شوي وضعيت او په غزه او لبنان كښې د بشري بحران او بيا ودانۍ په چېلنجونو د ډي اېټ خصوصي سرمشريزې غونډې ته خطاب وكړو۔ وزیراعظم په سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوؤنكو مشرانو سره ملاقات هم وكړو۔ په پاكستاني پلاوي كښې نا??ب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ شامل ؤ۔
وزیر اعظم شهباز شريف په مصر كښې د ډي ايټ سرمشريزه غونډه كښې له ګډون څخه وروستو هېواد ته راستون شو
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena