اسلام آباد 14مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ??ئي??ي دي زمونږ په شريكو هڅو آزاد کشمیر كښې احتجاجی تحریك ختم شوے، وفاقی حکومت د آزاد کشمیر خويندو وروڼو لپاره 23 اربه روپۍ امدادی روپۍ اعلان کړې،ځينو كسانو دا سوچ لرولو چې احتجاجی تحریك په نوم به امن و امان تباہ او معاملات خراب کړے شي، په بشري زيان دړديدلې يو،د ??ول?? مسئلې بايد په ګډه حل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقی کابینې غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم و??ئي?? د آزاد کشمیر په معامله تيره ورځ د ټولو اتحادیانو پشمول مونږ غونډه كړي، د ډېر مشاورت نه پس سمدستي پريكړې شوې، آزاد کشمیر كښې چې كوم احتجاجی تحریك پيل شوے ؤ د هغوې غوښتنې مونږ اوريدلې او 23 اربه روپۍ د آزاد کشمیر وروڼو خويندو لپاره اعلان کړې شوي ۔ وز??راعظم و??ئي?? چې د آزاد كشمير ??ول?? سره ملاقات كولو له به څو ورځو كښې مظفر آباد ته ځم٬ د اجتماعي هڅو په نتيجه كښې احتجاجي تحريك نن ختم شوے دے خو د افسوس خبره دا ده چې يو شمېر انساني ځانونه ضائع شول او مالي زيان هم وشو٬ د بشري ځانونو په زيان راته سخت خفګان شوے دے٬ په دې پېښو كښې يو پوليس اهلكار شهيد شو ٬ يو شمېر وګړي شهيدان او د ځينې پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو اهلكار ټپيان شول۔ وز??راعظم و??ئي?? چې د قائد اعظم د فرمان له مخې كشمير د پاكستان شه رګ دے٬ دغلته امنيت په ځائې كول تر ټولو وړومبے ضرورت دے٬ د كشمير وز??راعظم سره زما خبره شوې ٬ مونږ له به د ??ول?? د استازو په حېث د ??ول?? خبرې غور سره اورېدل وي او د ??ول?? مسئلې به په ګډه حل كول وي۔ ده و??ئي?? په دې كښې شك نشته چې د آزاد كشمير حكومت د زيات زغم څرګندونه كړې ده۔ ځينې كسان دې سوچ سره راغلې وو چې د احتجاجي تحريك په بهانه امن لمينځه يوسي۔ ده و??ئي?? نن دغه تحريك ختم شو۔ د صدر آصف علي زرداري ٬ د آزاد جموں وكشمير وز??راعظم او د نورو ټولو لارښودو مننه كوم۔ په دې موقعه په آزاد كشمير كښې په حق رسېدليو له فاتحه خواني هم وكړې شوه۔
زمونږ په شريكو هڅو آزاد کشمیر كښې احتجاجی تحریك ختم شو، وفاقی حکومت د آزاد کشمیر خويندو وروڼو لپاره 23 اربه روپۍ امدادي روپۍ اعلان کړې۔وزیراعظم شهباز شریف
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil