اسلام آباد 31 اګست(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بېلو څيزونو قاچاق مخ نيوي هدايت كولو سره وئېلي دي چې سمندر پورې پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده٬د معيشت استحكام لپاره د هغوي د قدر وړ خذمات دي٬ سمندر پورې پاكستانيانو ته دې په هوائي اډو ټولې آسانۍ وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هېواد معيشت په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې لنډ مهاله وفاقي وزيره ډاكټر شمشاد اختر٬د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ګوهر اعجاز٬د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي٬د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي٬د وزيراعظم صلاكار احد چيمه٬د سټېټ بانك ګورنر جميل احمد٬د اېف بي آر چيئرمېن ملك امجد زبير ټيوانا٬وفاقي سېكرټريز او د اړوند ادارو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د نجي څانګې نوموړو صنعت كارو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د هېواد معيشت اوسنيو اعشاريو څخه خبر كړے شو او د هېواد د معيشت روان صورتحال جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د بېلو څيزونو قاچاق مخ نيوي لپاره په موثر حكمت عملۍ مشاورت وشو۔ په غونډه كښې ايران سره د تجارت د تبادلې موجوده پېشرفت هم جاج واخستلې شو۔ د بزنس كميونټۍ نمائندګانو وزيراعظم ته د هېواد معيشت بحالۍ لپاره لنډ مهاله حكومت سره د بشپړه مرستې باور وركړو۔ په غونډه كښې د ډالر زياتېدونكي بيعې په تناظر كښې د فارن ايكسچينج غېر قانوني كاروبار په مخ نيوي تفصيلي خبرې اترې وشوې۔په غونډه كښې وزيراعظم د اميګرېشن او كسټمز چارواكو ته سمندر پورې پاكستانيانو په هوائي اډو د ټولو آسانيو وركولو هدايت وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې سمندر پورې پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده او د هغوي د هېواد معيشت استحكام لپاره د قدر وړ خذمت د ستائنې وړ دي۔په غونډه كښې وزيراعظم د هېواد د معيشت روانو اشاريو او معيشت مستحكم كولو له د ممكنه تګلارو څه خبر كړې شو۔ په غونډه كښې د پاكستان سوداګرې ورورولۍ او صنعتي څانګې نوموړو شخصياتو هم ګډون وكړو كومو چې وزيراعظم ته د هېواد معيشت استحكام لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔وزيراعظم په غونډه كښې اړوند چارواكو ته د قاچاق مخنيوي كولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ايران سره د تجارتي تبادلې موجوده صورتحال څخه هم خبر كړے شو۔
د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سمندر پورې پاكستانيانو ته په هوائي اډو د ټولو آسانيو وركولو ٬د بېلو څيزونو د قاچاق مخ نيوي هدايت
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha