اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د يوکرائن خارجه وزير ديميټرو کوليبا د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې٬ په كال 1993 كښې د پاكستان او يوكرائن ترمېنځه د سفارتي اړيكو په ځايې كېدو نه پس دا د يوكرائن د خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزارت ته په رارسېدو خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د يوكرائن د خارجه وزير هركلے وكړو۔ د دې نه وروسته دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې اترې وكړې۔ د يوكرائن خارجه وزير د خارجه وزارت په سبزه زار كښې بوټې هم نال كړ۔ د پاكستان او يوكرائن ترمېنځه د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ زراعت او د لوړو زده كړو په څانګه كښې نزدې او خوشګوارې اړيكې دي٬ هيله ده چې د يوكرائن خارجه وزير د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كېدو كښې مرسته ترلاسه شي
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado