د پاكستان د غزه په التابعين سكول د اسرائيلي بريد غندنه


اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی)پاکستان د غزې په ختیځ کښې په التابعين سكول د اسرائیلي برید په کلکه غندنه كړې ده د كوم په ترڅ کښې چې تر سلو زیات وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د بې كوره كړې شويو وګړو نه ډک سکول باندې بريد په خاص توګه چې هغوي د سهر لمونځ ادا كولو ٬ يو دړدېدلې ٬ غېر انساني او بزدلانه فعل دے۔ د عامو وګړو آبادۍ او تنصيبات په نخښه كول د نړيوالو بشري قوانينو سخته خلاف ورزي او دا د جنګي جرمونو په زمره كښې راځي۔ ویاندې ټینګار وکړو چې اسراییل باید په غزه کښې د دې جنګي جنایتونو او نسل وژنې حساب وركوؤنكے وګرځولے شي۔ وياندې ووئيل مونږ نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو او د اسرائيل ملاتړ كوؤنكو څخه غوښتنه كوؤ چې هغوي په غزه کښې د نسل وژنې خاتمې او د غزه اولس تحفظ لپاره فوري ګامونه پورته كړي۔