بیجنګ 02 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې ګوادر به نړيوال شهرت لرونكې د نړيوال معیار پورټ سټی جوړيږي چرته به چې اولس ته ګڼ شمير موقع ترلاسه وي، چین نه يواځې بندرګاه له سهولت وركړې بلكه د وګړو سماجی اقتصادی پرمختګ كښې ئې هم كردار ترسره كړې۔د دې خیالاتو څرګندونه ده شنهوا سره مركه كښې كړې۔ده د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ ( سی پیك) ترمخه ګوادر پورټ پرمختګ ستائلو سره وئيلي چې ګوادر د دې سيمې تر ټولو مهم او تزویراتی بندرګاه دے، چین د سی پیك ترمخه د ګوادر پشمول د پاكستان بيلو څانګو كښې په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړې دې۔ده ووئيل ګوادر كښې چین نه يواځې بندرګاه له سهولت وركړې بلكه د وګړو سماجی اقتصادی پرمختګ كښې ئې هم كردار ترسره كرې۔احسن اقبال ووئيل چین د ګوادر وګړو لپاره يو جديد روغتون جوړ كړے كوم چې د كراچۍ يا لاهور په شان لويو ښارونو روغتونونو په ډول ښه آسانۍ لري، دغسې چین تكنیكی تربیتې اداره جوړولو كښې هم كښې مرسته كړي،دې نه ځانله چین د سولر پینلز سره غریب وګړو له برېښنا وركولو كښې هم معاونت كړې او ځائې وګړو ژوند ښه كولو له ئې نور اقدامات هم كړې دي۔
ګوادر به د نړيوال معیار پورټ سټی جوړېږي چرته به چې اولس لپاره ګڼ شمير موقع ترلاسه وي، چین د بندرګاه سهولت او وګړو سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كرې۔وفاقی وزیر احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : sorteios quina