اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د اتوار په ورځ د پاك بحريه ډاك يارډ كراچې دوره وكړه. كمانډر پاكستان فلېټ وي/ اېډمرل نو??د اشرف د هغه ه??كلې وكړو. په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاك بحريه د آپرېشنل طاقت او نيول آپرېشن د بېلا بېلو اړخونو نه خبر كړے شو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته د س?? مېرين حمزه هم تفصيلي دوره وركړې شوه. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د س?? مېرين بېلا بېلې برخې وكتلې او د نېول افسرانو څخه ئې د آپرېشنز په اړه تفصيلات ترلاسه كړل. شېخ رشيد احمد د پاك بحريه په آپرېشنل صلاحيتونو د ډېر باور څرګندونه كولو سره د دې غوره كاركردګي وستائيله. ده ووئيل چې جنګ وي يا امن په دواړو صورتونو كښې د پاك بحريه كردار د س??ائنه وړ دے.
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria