اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د موسمياتي بدلونونو خطرو او زيانونو مخنيوي له د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې مونږ له به د راروانو نسلونو سباؤن محفوظ كول وي٬ كره ارض د موسمياتي بدلونو خطرو سره مخ دے ٬ حكومت يا كومه محكمه په ځانله په دې قابو موندلې نه شي ٬ د موسمياتي بدلونو په چېلنج قابو موندلو له مونږ ستراتيجيكي وژن ته اړتيا لرؤ٬ موسمیاتی بدلونونو څخه ځپليو هېوادونو له به نړيوالې ورورلۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ’’پری کوپ۔28 ‘‘سیمینار ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د کرہ ارض درجه حرارت مخ په زياتېدو دے٬ كوم حكومت يا اداره په ځانله د موسمياتي بدلونونو خطرو او چېلنجونو مخنيوې كولې نه شي٬ د دې مسئلې اهميت به ټولې ټولنې له تسليمول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په موسمياتي بدلونونو قابو مودلو له په شجركارۍ كښې فعاله برخه اخستل وي٬ په دې لړ كښې به د ټولنې سوچ بدلول وي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون حوالې سره به په ماشومانو كښې شعور بېدارول وي٬ په دې لړ كښې استاذان او مېندې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون په اړه به ميډيا له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل په پاکستان ټېلی ویژن كښی د موسمياتي بدلون حوالې سره د سپېشل ډېسك پرانسته كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان د سموګ او سېلاب په څير مسئلو سره مخ دے كوم چې انساني وجود لپاره د خطرې سبب دي ٬ مونږ يوازې په دې قابو موندلې نه شوو له دې كبله مونږ له به په ګډه ستړې كول وي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون حوالې سره پاكستان غېر محفوظ هېواد دے ٬ په دې تباهۍ كښې مونږ خپل كوم كردار نه لرؤ خو مونږ ټول تر ټولو زيات ځپلے شوے يوو۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون چېلنج مخنيوي لپاره مونږ سټرېټجك وژن ته اړتيا لرؤ۔
كره ارض د موسمياتي بدلونونو خطر سره مخ دے٬ مونږ له به د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ جوړول وي٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي پري كوپ – 28 سيمينار ته خطاب
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo