اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فېصل کريم کنډي وئيلي دي جنيوا کنفرنس كښې د 9.7 بېليونه ډالرو د مرستې اعلان د پاكستان تاريخي كاميابي ده٬ دا فنډز به په سېلاب ځپلو سيمو او د ګرد هېواد د اولس د تعمير نو او بحالۍ په كارونو خرڅ كولې شي٬ د بېنظير انکم سپورټ پروګرام ( بي آئي اېس پي) له مخئ بېنظير کفالت پروګرام لپاره 7.7 مېليونه كورنيو لپاره د بېنكونو او ريټليرز د لارې د 55 اربه روپو وړومبنے قسط جاري كړے شوے ٬ د بېنظير كفالت مستحق ماشومانو لپاره د بېنظير اېجوكېشن وظيفه له مخې 12 اربه روپۍ جلا جاري كړې شوي۔ د نهې په ورځ د پيپلز پارټۍ ميډيا کوآرډينيټر نذير ډھوکي سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا هر څه د خارجه وزير بلاول بھټو د موثره سفارتي ستړو نتيجه ده٬ چا چې په ډېر لږ وخت كښې د بېلا بېلو هېوادونو دوره كولو سره نړيواله ورورولي د سېلاب نه پس پاكستان ته د رامخې ته صورتحال نه خبر كړې۔ ده ووئيل په 9.7 بېليونه ډالرو په مجموعي لوظ كښې 9.04 بېليونه ډالر٬ 570.50 مېليونه يورو او 36 مېليونه پاٶنډ شامل دي كوم چې نزدې 2204 بېليونه روپۍ جوړېږي۔ بهر هېوادونو سره د سفارتي اړيكو خرابولو په اړه په پي ټي آئي تنقيد كښې ده ووئيل موجوده حکومت د دوست هېوادونو پشمول سعودي عرب، ترکيه، چين، متحدہ عرب امارات او نورو هېوادونو سره د اړيكو د بحالۍ خواهش لري چا چې په سخت وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې ۔ پاكستان او نورو هېوادونو ته د رامخې ته موسمياتي بدلون په اثرات خبره كولو كښې ده ووئيل د موسمياتي بدلون د چېلنج مخنيوي لپاره د قامي او نړيوالې ورورولۍ په شموليت زور رواړو كوم چې د ځنګلونو د غېر قانوني وهلو پشمول د بېلا بېلو وجوهاتو په سبب رامخې ته شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب فېصل کنډي ووئيل عمران خان له د 15 اربه روپو د اولسي پیسو ځواب وركول دي كوم چې د ټيلي تھون د لارې د سېلاب پحقله د مرستې هلو ځلو لپاره جمع كړے شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په سپېځلي ډول سېلاب ځپليو كورنيو له 70 اربه روپۍ وركړې شوي
جنيوا کنفرنس كښې د 9.7 بېليونه ډالرو د مرستې اعلان د پاكستان تاريخي كاميابي ده۔ د فېصل كريم كنډي پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں