اسلام آباد 19فروری (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د نېشنل سوشل مېډيا كوآرډينېشن وركنګ ګروپ ﴿ اېن اېس اېم سي ډبليو جي﴾ سره د فېس بك ، انسټاګرام، واټس اېپ او د مېسنجر بنيادي كمپنې ” ميټا” استازو د حكومت د ډېجيټل ټراسفارمېشن په لړ كښې په اقداماتو كښې په مرسته خبرې اترې وكړې. وزيراعظم عمران خان په اكتوبر 2021م كښې اېن اېس اېم سي ډبليو جي تشكيل كړے و چې دغسې ډېجيټل پلېټ فارم سره خبرې اترې وكړې شي او د سوشل مېډيا په اړه په پالېسو كار وكړے شي. وركنګ ګروپ د ډېجيټل پلېټ فارمز په پاكستان كښې د سرمايه كارې ډاډګېرنې ته بشپړ پام كوي. د ورګنګ ګروپ سره په خپله وړومبې غونډه كښې د ميټا استازو حكومت د خپلو هغو اقداماتو نه خبر كړو كوم چې په ډېجيټل خواندګۍ، شموليت او د كار په اهليت كښې مهم كردار ترسره كوي. دوي رابطې، د مضر موادو اخوا كولو لپاره د ټولز او سسټمز ، ځائي قوانينو، قواعد و ضوابط د فرېم ورك په تعميل او د ځائي مواد د تخليق كوونكو د مرستې طريقو په څانګو كښې د ممكنه شريكې مرستې په هڅو خبرې وكړې. اېن اېس سي اېم سي ډبليو جي د ميټا د ټول پلېټ فارمز څخه د مضر او غېر قانوني موادو موثر او په وخت معتدل كولو لپاره د خپلو اندېښنو څخه خبر كړل. دواړو ډلو په دې لړ كښې په طريقه كار ښه كولو او د موادو معتدل كولو او د ځائي قوانينو تعميل لپاره د مرستې په جاري ساتلو د خوښې څرګندونه وكړه. د ميټا غړو په دې لړ كښې د پاكستان د سباٶن پروژې وستائيلې او په پاكستان كښې ئې د كميونټي لېټ په ممكنه قيام اتفاق وكړو. په دې موقع سوئيلي اسيا لپاره د ميټا د پبلك پالېسې مشر صارم عزيز ووئيل چې د وركنګ ډلې تشكيل د ضرورياتو له مخې كارروائي اسانه كړې ده. مونږ د ډېجيټل معيشت په اړه د پاكستان د وژن ستائنه كوو او مونږ دا خبره باوري كولو لپاره حكومت څخه په ګډه د كار كولو پوخ عزم لرو. اېن اېس اېم سي ډبليو جي ووئيل چې دا ميټا سرهه د نتيجې وړ او ګټورې وړومبې خبرې وې، ورګنګ ګروپ سرمايه كارې لپاره مشاورت روان ساتلې. مونږ په دې لړ كښې د ميټا ډاډګېرنه كوو. دا د پاكستاني حكومت او د مېټا ترمېنځه وړومبې غونډه ده كومې چې د پاكستان حكومت او په مېټا كښې د پېل كېدونكو ګڼ شمېر مصروفياتو ټاكنه كړې ده ځكه چې دواړه په ټول هېواد كښې د ډېجيټل رابطو او شموليت زياتولو لوظ كوي.
د نېشنل سوشل مېډيا كوآرډينېشن وركنګ ګروپ د ډېجيټل ټرانسفارمېشن په هڅو د خيالاتو تبادلې لپاره ” ميټا ” سره وړومبې غونډه، په ډېجيټل مهارتونو كښې اضافې او د معاشي پرمختګ ودې لپاره د شريكې مرستې په بنياد د اقداماتو د امكاناتو جاج واخستل شو
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش