اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د تماكو څخه پاك پاكستان د حكومت لموړو ترجيحات كښې شامل دے ٬ مونږ خپل نوې نسل د تماكو په څير صحت ته د زيان رسوؤنكو ناوړه څيزونو څخه بچ كولو لپاره چمتو يو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېديا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د كروميټك سي اي او شارق خان ملاقات كړې۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او طارق پاشا او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔شارق خان وزيراعظم پاكستان څخه د تماكو استعمال خاتمې په اړه د كروميټك كمپائن او ټوبيكو كنټرول الائنيس فار پاكستان په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم پاكستان څخه د تماكو استعمال ختمولو لپاره د كرومېټك كمپائن ډاډګيرنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará