اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې مونږ د مل??رو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو و كشمير د كشالې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره به د خپلو كشميري وروڼو خوېندو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتو۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل نړۍ د مارچ په اتمه نيټه د مېرمنو نړيواله ورځ لمانځي، مونږ ??ه به د كشمير هغه همت ناكې مېرمنې يادول پكار وي چا چې د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د ظلمونو په مړانه مقابله كړې ده۔ وياندې و??ئيل دوي په لويه كچه غم دړد زغملې او پېښو سره مخ شوي۔ وياندې و??ئيل د هندي ځواكونو په جعلي مقابلو كښې كونډې او يتيمانانې كشمېرۍ مېرمنې د خپلو كورنيو د معاش يوازنۍ ذريعه په جوړېدو مجبوره دي۔ وياندې و??ئيل د كورنيو مشري كوٶنكې مېرمنو ته په ټولنه كښې اضافې ستونزې رامخې ته وي او د عزت ملازمتونه لټولو لپاره خنډانو سره مخ كېږي۔ وياندې و??ئيل د حريت مشرانو پشمول آسيه اندرابي، ناهيده نسرين او د فهميده صوفي پشمول ښځينه كاركنانې د هند په بېلا بېلو زندانونو كښې نظر بندې دي۔ دې و??ئيل کشميرۍ مېرمنې خپل ژوند خپلې مرضۍ سره د تېرولو حق لري او دوي د خپلو حقونو او آزادۍ پشمول سوله ايز اجتماع او د رائيو د اظهار د آزادۍ حق لري۔
د کشمير ميرمنو په كشمير كښې د روانو ظلمونو په مړانه مقابله كړې ده۔ د خارجه دفتر ويانده ممتاز زهره بلوچ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا