اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د ټېكنالوجې په مېدان كښې د لوئې كاميابې ترلاسه كولو صلاحيت لري، بايد د ټېكنالوجې استعمال د انسانيت پرمختګ لپاره وشي، د هند لخوا مېزائل پاكستان ته راتلل غېر ذمه واره فعل دے، غېر ذمه وانه اقدامات د كومې هم لوئې تباهې سبب جوړېدے شي، زمونږ وړومبې ترجيح د هېواد دفاع مستحكم كول دي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سپاركو تر سيوري لاندې نړيوال سپېس كانفرنس ته وېنا په خپله وېنا كښې وكړې. په كانفرنس كښې د سپاركو چيئرمېن مېجر جنرل ﴿ر﴾ عامر نديم، د خلائي تحقيق سائنسمدارو ، غېر ملكي استازو او نورو شخصياتو ګډون وكړو. صدر ووئيل مونږ د خلا سوله ايز استعمال غواړو، پاكستان ته خپل سېټلائټس جوړول دي او مونږ ته به د خودانحصارې منزل ترلاسه كول وي. ده ووئيل پاكستانے قام قوي عزم لري او په هر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري. صدر مملكت د ماحولياتي بدلون ذكر كولو سره ووئيل د اوزون په كچه كښې د كمي مخ نيوے مهمه كاميابي ده. ده ووئيل نړۍ په معاشي لحاظ د قوي هېواد خبره اوري. صدر مملكت په كانفرنس كښې د ګډون كوونكو هركلے وكړو او وې وئيل پاكستان به خلائي ټېكنالوجي سوله ايز مقصد لپاره كاروي. ځينې هېوادونو د سېټلائټ تباه كولو تجربې كړي. ده ووئيل د روسيې نه پس پاكستان هغه وړومبے اسيائي هېواد ؤ كوم چې په تېر وخت كښې سېټلائټ خلا ته لېږلے. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل ګاونډي هېواد چې په كال 1974م كښې اېټمي تجربه وكړه نو زمونږ سائنسمدارو په 7 كلونو كښې ډيټرنس جوړ كړو. په دې مهال دستورې ته د سپاركو چيئرمېن هم وېنا وكړه
پاكستان د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د لوئې كاميابې ترلاسه كولو صلاحيت لري. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د سپاركو تر سيوري لاندې نړيوال سپېس كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ