کراچۍ 07 جولائي (اے پي پي) وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف د شپنګ لائيز ريګولېشن لپاره د كوټلې تګلارې او په بندر ځايونو زر تر زره د اسکيننګ جديد مشينرۍ لګولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې تر کراچۍ پورټ ټرسټ او دې څخه د سامان د تعطل نه غير ترسيل باوري كولو لپاره لياري ايکسپرس وے کارګو ټريفك لپاره 24 ساعته پرانستلې وساتلې شي،کراچۍ كښې د موجود بندر ځايونو پرمختګ سره به د ويليو ايډيشن صنعت څخه برآمدات كښې زياتوالې كولې شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ته د کراچۍ پورټ ټرسټ ته په راتګ د بندر ځايونو او نېشنل فليګ کيرئير پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاکستان جغرافيائي اعتبار سره سيمه كښې په زړه پورې اهميت لري،اوسنيو كښې د قزاخستان دورې په مهال د روس صدر ولاديمير پيوټن او مينځني اسياﺀ هېوادونو لارښودو سره ملاقات شوې،پاکستان تر مينځني اسياﺀ هېوادونو لپاره د سمندري تجارت تر ټولو غوره لاره وركوي،مينځني اسياﺀ رياستوں د تجارت لپاره د پاکستان بندر ځاونو استعمالولو كښې خوښې لرلې ده۔ده ووئيل بندر ځايونو كښې د جديد نظام او تر هغې رسنه دې ښه كړې شي كوم څخه چې پاکستان په اربونو ډالره زرمبادله ترلاسه كولې شي ،کراچۍ كښې د موجود بندر ځائې پرمختګ سره به د ويليو ايډيشن صنعت څڅه برآمدات زياتولې شي۔وزيرِ اعظم ووئيل په پورټ قاسم او کراچۍ پورټ ټرسټ دې جديد آلات او مشينري لګولو سره کسټمز کليئرينس وخت كمولو لپاره ګامونه پورته ګړې شي،په بندر ځايونو د اسکيننګ جديد مشينري زر تر زره لګول دې باوري كړې شي،د بندر ځايونو استعداد څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره دې په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړې شي۔ وزيرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې تر کراچۍ پورټ ټرسټ او دې څخه د سامان د تعطل نه غير ترسيل دې باوري كړې شي او دې لپاره دې لياري ايکسپرس وے د کارګو ټريفك لپاره 24 ساعته پرانستلې وساتلې شي۔وزيراعظم وئويل د سامان ترسيل لا ښه كولو لپاره دې ملير ايکسپريس وے د بندرګاه سره وتړلې شي ۔ ده سپارښتنه وكړه چې تر کراچۍ پورټ او دې څخه د ريلوے د لارې د سامان د ترسيل استعداد دې زيات كړې شي،په پورټ قاسم د ايل اين جي بيړو فيس کمولو سره دې هغه په نړيواله كچه د رائج ريټس له مخې مقرر کړې شي،ده وئيل شپنګ لائيز ريګوليشن لپاره دې زر تر زره يوه كوټلې تګلاره جوړه كړې شي۔ وزيرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن دې خپل لګښت كمولو او خپل آپريشنز کوټلې كولو لپاره تګلاره جوړه كړي۔ده وئويل هېواد كښې د نجي څانګې پرمختګ ، کاروبار كښې آساني او سرمايه کارو له سهولت وركولو ته حكومت پام لرنه كوي،د لوے څښتن په فضل و کرم سره د پاکستان معيشت مستحکم دې او د پرمختګ پلو روان دے،د پاکستان برآمدي صنعت پرمختګ لپاره برآمد کندګان له هر ډول يسانۍ وركوو۔وزيرِ اعظم شهباز شريف کراچۍ كښې د کراچۍ پورټ ټرسټ، پورټ قاسم اتھارټي او نېشنل شپنګ کارپوريشن په اړه د غونډې مشري وكړي۔په غونډه كښې وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، جام کمال خان، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، قيصر احمد شيخ، د سندھ ګورنر کامران جان ټيسوري، د سندھ وزيرِ اعلي سيد مراد علي شاه، د اېف بي آر چيئرمېن ،د پي اين اېس سي چيئرمېن ،پي کيو اے،کے پي ټي او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د کراچۍ پورټ ټرسټ، پورټ قاسم او پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن د آپريشنز په اړه بريفنګ وركړې شو۔وزيرِ اعظم د کراچۍ پورټ ټرسټ بندرګاه کارکردګي د سيمې د نورو بندر ځايونو سره په موازنه مشتمل يو رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔
وزيرِ اعظم شهباز شريف د شپنګ لائيز ريګولېشن لپاره كوټلې تګلارې او په بندر ځايونو زر تر زره د اسکيننګ جديد مشينري لګولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا