كراچي 08 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلي دي ډرګز ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان(ډړېپ)د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د يوې جديدې ريګوليټري اتهارټي په توګه رامخې ته كېږي٬د ډرېپ مقصد څارنه٬معياري داروكان او د علاج سامان باوري كول دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سنټر ډرګس ليبارټرۍ(سي ډي اېل)باضابطه پرانستې په موقع په خبرو كښې كړې۔په دې موقع د ډرېپ چيف ايګزېكټو افسر عاصم روفةد سي ډي اېل ډائرېكټر سېف الرحمان خټك او ډاكتر نجم ثاقب هم موجود وو چا چې خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان د سي ډي اېل بېلو څانګو په اړه خبر كړو۔ډاكټر فيصل سلطان د سي ډي اېل اپ ګرېډېشن د ښې مشينرۍ٬ اعلٰی تربيه لرونكې عملې او په معياري نګرانۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د معياري سرويلنس او د يوې فعاله لېبارټرۍ موجودګي ضروري وه۔ده ووئيل سي ډي اېل يوه نړيواله معياري لېبارټري جوړه كړې شوې كومه به جې د مينو فيكچرنګ نه تر مصرف كونكو د داروګانو ماركيټ څارنې له ډېره مرستياله وګرځي۔
حكومت ډرېپ قوي كولو لپاره اقدامات كوي۔ډاكټر فيصل سلطان
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II