اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د کرونا وائرس نه ځان ساتلو لپاره په احتياطي تدبيرونو په سختۍ سره د عمل كولو په حاجت زور راوړلوو سره وئيلي دي په اېس او پيز عمل كولو سره د وائرس خپرېدل كمېدے شي، هېواد كښې به د جولائي په اخر او د اګست په پېل كښې وبا زياته وي، د کرونا وبا نه ځان ساتلو لپاره سره د ماسك اچولو سره د كور نه ووځۍ٬ بې احتياطي د سپين ګېرو او نورو كسانو ژوند په خطر كښې اچولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كرونا وبا په اړه خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د لاك ډاون په مهال هېواد سخت صورتحال سره مخ دے٬ ديهاړي مار او مزدور كاره طبقه د سخت وخت نه تېرېږي۔ ده ووئيل د لاك ډاٶن ملطب د كرونا وائرس په خپرېدو كښې كمے كول دي، لاك ډاٶن څخه هېڅ كله كرونا نه شي ختمېدې٬ امريكا كښې دې وبا څخه يو لك خلق مړه شوي خو بيا هم ھغوي لاك ډاٶن ختم كړو۔ده ووئېل شتمند هېوادونه هم دې نتيجې ته رسېدلي چې لاك ډاون څخه دا مسئله د حل كېدو نه ده۔ ده ووئيل د حكومت لخوا په جاري كړو اېس او پيز عملدرآمد څخه د وائرس خپرېدل كمېدے شي۔ده ووئېل ماسك اچولو سره د وائرس خپرېدو كښې 50 فيصده كمے راتللے شي۔ ده ووئيل كله چې د كور نه بهر ووځۍ نو ماسك اچوئ۔ وزيراعظم ووئيل كه دا وبا په تندۍ سره خپره نشي نو په روغتونونو به هم فشار كم شي٬ د صحت غوره آسانيو سره په دې وائرس قابو موندلے كېدے شي۔ ده ووئيل زمونږ په خيال د جولائي په اخر او د اګست په پېل به دا وبا په لوړه كچه وي، مونږ هڅه كوٶ چې په دوه نيمو مياشتو كښې صورتحال په قابو كښې وي او هېواد د سخت صورتحال نه وساتلې شو۔ وزيراعظم ووئيل كرونا سپين ګيرو او نورو رنځورانو لپاره زيات خطرناك وائرس دے ، عام وګړي دا رنځ زيات په سنجيدګۍ سره نه اخلي او په اېس او پيز عملدرآمد نه كوي، كه مونږ احتياطي تدبيرونه خپل نه كړل نو مونږ د خپلو سپين ګيرو او نورو كسانو ژوند په خطر كښې اچولې شوو۔ده ووئېل حکومت هرې څانګې لپاره اېس او پيز جاري كړي، په ھغې په سنجيدګۍ سره عمل وكړۍ، كه اوس مو احتياط اونه كړو نو خپل ځان به سخت صورتحال سره مخ كړ۔ ده ووئيل د روانې مياشت په اخر كښې به د يو زر اكسيجن بېډز بندوبست وكړو، په پاك نګهبان وېب پاڼه په ټولو ښارونو كښې د بېډز ترلاسه كېدو په اړه شمېرې موجود دي۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې ټول خلق به دې صورتحال ته پام وكړي٬ په دې اېس او پيز به په سنجيدګۍ سره عمل وكړي او هېواد به د سخت صورتحال نه بچ ش ۔ده ووئېل په برازيل كښې دې وبا څخه هره ورځ 1500 او امريكا كښې دوه زره كسان مري او پاكستان كښې په دريو مياشتو كښې نزدې 2 زره كسان پحق رسېدلي، پاکستان د امريكې او اروپا په رنګ دې وباء څخه ځپلے شوے نه دے۔ ده ووئيل تر جولائي د دې وباء څخه رامخې ته كېدونكې هر صورتحال له به چمتو پاتې كېدل وي ، مونږ هڅه كوٶ چې هېواد د دې مشكل صورتحال نه اوساتو۔
وزيراعظم عمران خان د کرونا وائرس نه ځان ساتلو لپاره په احتياطي تدبيرونو په سختۍ سره د عمل په ضرورت زور رواړو
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں