اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې مسلم لیګ (ن) اوس يوازې د فارن ايجنټ او د توشه خانې غل په ضد كمپائن چلوي٬ عمران خان صاحب دا ډول بيان وركولو له زياتې بې شرمۍ ته اړتيا ده٬ په عدليه پسې كومه خندا چې ته كوې مثال نه لري۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل (ن) لیګ الس يوازې تاسو او ستاسو د سهولت كارو په ډاګه كولو كمپائن چلوي٬ (ن) لیګ اولس يوازې د پاكستان معيشت ته د زيان رسوؤنكو او د اولس بې روزګاره كوؤنكو په ضد كمپائن چلوي۔ دې ووئيل مسلم لیګ (ن) اوس يوازې د فارن ايجنټ او د توشه خانې غل په ضد كمپائن چلوي٬ مسلم ليګ (ن) يوازې د هېواد په ضد د سازش كوؤنكو خلاف كمپائن چلوي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری