اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د ټول هېواد چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري صدرانو سره په خپلو خبرو كښې وئېلي دي پارليمان٬عدليې٬حكومت او سوداګرې ورورولۍ له د پیښو مسئلو په ګوته كولو او حل كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔په هېواد كښې سياسي٬معاشي او مالي استحكام راوستو له به په عزم او استعداد مسئلې حل كول وي۔ د سياسي او جمهوري عمل په ضد دة پورته شوي غږ حوصله ماتولو ته اړتيا ده٬په پاكستان كښې جمهوريت په هره ورځ تېرېدو برقرار او قوي كېدل پكار دي۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د ټول هېواد 54 چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري صدرانو او استازو سره په خپلو خبرو كښې وكړه چې پكښې د مېرمنو چيمبرز آف كامرس٬سمال اينډ مېډيم چيمبرز آف كامرس٬اپټما٬پاكستان پولټري اېسوسي اېشن او د سټاك ايكسچېنج نمائندګان هم شامل وو۔په ملاقات كښې د كراچۍ٬لاهور٬فيصل آباد٬سرحد او د پېنډۍ چيمبرز آف كامرس او د فارماسيوټيكل سېكټر نمائندګان هم موجود وو۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل د پاكستان معاشي صورتحال ترمخه د سياسي سټيك هولډرز په اتفاق سره ټول ټاكنو كولو ته اړتيا ده دغسې چې د يو بشپړه نمائنده حكومت انتخاب وكړے شي٬صدر ووئيل د آئي اېم اېف سره په لوظ نامه لاس ليك يو مهمه پريكړه ده چې ورسره به د هېواد مالي او اقتصادي مشكلات حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل عوامي مېنډېټ لرونكے حكومت د پاكستان اولس په سختو پريكړو راضي كولې شي۔صدر مملكت په هېواد كښې سياسي استحكام د مالي او اقتصادي استحكام لپاره بنيادي او مهم عنصر وګرځولو او په سياسي سټيك هولډرز يې زور راوړو چې د ټول ټاكنو لپاره د متفقه نېټې تعين لپاره په سمدستي توګه خبرې اترې او غور وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب صدر مملكت د اسټېبلشمنټ د اړخه سياسي چارو كښې د مداخلت څخه د ډډې كولو اراده وستائېله او په سياسي قوتونو يې زور راوړو چې په شريكه توګه د دې موقعې څخه ګټه پورته كړي۔ده موجوده صورتحال ښه كولو لپاره كاروباري ورورولۍ له د پېښو مسئلو په ښه ډول حل كولو زور راوړولو سره ووئيل په دې لړ كښې به ډېر زر مشاورتي عمل پېل كړے شي دغسې چې د سوداګرې ورورولۍ د ټيكس٬امپورټ كليئرنس او لائنز آف كرېډټ پرانستلو په اړه د مسئلو حل له مرسته تر لاسه شي۔د ملاقات په مهال د سوداګرې ورورولۍ نمائندګانو د هېواد معاشي صورتحال په اړه د تشويش څرګندونه وكړه او په موجوده مسئلو قابو موندلو له يې حل تجويز كړو۔
د صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد 54 چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري صدرانو او استازو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت