پېښور 31 مئي (اے پي پي) د غربت تخفيف او د سماجي تحفظ وزير مملکت فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې پاکستان تحريک انصاف د مئي په نهمه او لسمه نيټه سركاري املاك او د وران كارۍ ذمه وار دے٬ راډيو پاكستان پېښور ته سخت زيان رسولې شوې دا كار يوازې د پاكستان دښمن كولې شي۔ دا خبرې ده د نېشنل براډ كاسټر او د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان ملازمانو سره د يوالي څرګندونې لپاره د راډيو پاكستان د سوځېدلې ودانۍ دورې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ وزير مملکت د زيان جاج اخستو سره ووئيل چې راډيو پاكستان يوه قامي اثاثه ده دا د تاريخي اهميت وړ وداني ده۔ ده ووئيل د پاکستان پيپلز پارټۍ مشرتابه عمر له قربانۍ وركړې دي٬ د تحريك انصاف مشران د يوې ورځ زندان نشي برداشت كولې٬ ده ووئيل عمران خان پارلمان بائي پاس كړې او د ھغه د كمېټۍ زياتره كسانو پوځي تنصيباتو ته زيان رسولې۔ ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټۍ د آئين په بالادستۍ او د قانون په حكمرانۍ پوخ باور لري او په سول او دفاعي تنصيباتو بريد كښې د ككړ كسانو په ضد د آئين د اړوند قوانينو له مخې فرد جرم لګولې شوې٬ زمونږ ګوند په سياسي روغه جوړه باور لري او بېلو ګوندونو سياسي تړون لرونكو كسانو سره په پېپلز ګوند كښې د شاملېدو لپاره رابطه شوې ده۔ ده ووئيل د پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به ډېر زر د سوات دوره كوي۔ده پخوانۍ فاټا او پاټا د ټېكس څخه په استثنيٰ كښې د پراختيا په ضرورت زور رواړې۔ د دې نه وړاندې فېصل كريم كنډي ته د راډيو سينئر پروډيوسر سردار اعظم او د اے پي پي بيورو چيف فخر عالم د مئي په نهمه او لسمه نيټه د شوې تباهۍ او زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ۔ په دې موقع فېصل کنډي د دواړو ادارو د ملازمانو مسئلې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت سره د پورته كولو باور وركړو
د وزير مملکت فېصل کريم کنډي د راډيو پاكستان پېښور ودانۍ دوره
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری