اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي د سندهـ اولس د ناکامه صوبائي حکومت نه تنګ راغلي، د تېرو 15 كالو راهېسې اولس ستونزو سره مخ دي او د دوئي حقونه لوټ كړې شوي دي٬ اولس غواړي پاكستان تحريك انصاف ته په سندھ كښې موقعه وركړې شي ٬ بلاول زرداري دې د خلقو د حقونو حساب ورکړي، د وزيراعظم عمران خان منشور به د سندھ ټول اولس ته ورسوم ٬ سندھ د وزیراعظم عمران هركلي كولو ته چمتو دے۔ په كمو شهيد كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې هغه ووئيل هغه خلك كومو چې څه موده مخكښې وئيل چې مونږ ته د تحريك انصاف او عمران خان كوم سياسي سباؤن په نظر نه راځي نن هغوي ويني چې عمران خان د هېواد ټاكلې وزيراعظم دے۔ د عمران خان سوچ او منشور پنجاب خپل كړې دې ٬ په خېبر پختونخوا او آزاد كشمير كښې معارفي شوې دې ٬ د عمران خان فلسفه ګلګت بلتستان ته رسېدلې ده۔ هغه زياته كړه اوس وخت راغلې دې چې د سندھ په ټولو سيمو كښې د عمران خان او جماعت سوچ او منشور معرفي كړې شي۔ هغه ووئيل د سندھ اولس د بلاول نه د خپلو حقونو پوښتنه كوي۔ هغه ووئيل اوس د 15 كلونو د لوټ مار د احتساب وخت راغلې دې۔ د سندھ خلك د دې حكومت نه تنګ راغلې دي ٬ د 15 كالو نه د سندھ اولس حقونه لوټ كړې شوي دي۔ د كمو شهيد د اولس حقوق سندھ قافله به په 6 م مارچ كراچۍ ته ورسي بيا به هغه عمران خان ته پېغام وركړي چې سندھ چمتو دے۔
سندھ د وزيراعظم عمران خان هركلي كولو ته چمتو دے٬ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل