اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزير خليل جارج وئيلي دي بايد داسې اونه وكر??ې شي چې سېورے يۍ د ګاونډي په كور هم وي ، انساني پرمختګ د امن او مينې پېغام عام كولو سره ممكن دے۔ په علامه اق??ال اوپن پوهنتون كښې د بشري حقونو په اړه د اولسي شعور بېدارولو سېشن ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل يو بل سره مينه كوې ولې چې مينه زوال نه لري٬ انسانيت كله هم مه ختمو ې ٬ د پاك پروردګار مخلوق سره مينه كولو سره په زړه پورې ټولنه جوړېدې ??ي۔ ده ووئيل مونږ ټول د قانون په وړاندې يو برابر يؤ٬ ټولو له به د قانون احترام كول وي۔ ده ووئيل كه مونږ د قانون احترام زده كړو او فرض په ترسره كولو كښې كوم كمے نه كوؤ نو شايد مونږ د بشري حقونو ادارو ته اړتيا ونه لرؤ۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ناصر په خپل خطاب كښې ووئ??ل د حقونو سره سره د فرض ادائيګي باوري كولو سره ټولنه سوكاله جوړېدې ??ي۔ ده ووئ??ل د هېواد پرمختګ او د حقونو خيال ساتلو له به مونږ ټولو له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ د بشري حقونو په اړه اي ډي شيراز احمد خان او دوهم ډائرېكټر عزیر اق??ال د بشري حقونو وزارت خذمات بيانولو سره د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره د ستړو روانه ساتلو د عزم پخلے وكړو۔ په دې مهال د علامه اق??ال اوپن پوهنتون ډاكټر ملك حماد په بشري حقونو ليك??ې شوې خپله مقاله هم وړاندې كړه۔
انساني پرمختګ د امن او مينې پيغام عام كولو سره ممكن دے ٬ خارجه وزير خليل جارج
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste