اسلام آباد 14اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين وئيلي دي چې پاکستان كښې كېښناستلو سره د پاکستان او پوځ په ضد ټرينډز چلونكي او د هغوي دفاع كونكي نن د افغانستان په صورتحال سترګې پټوي، اولس تر هغه وخت محفوظ وي تر څو چې ادارې قوي وي، بايد مونږ د لوے څښتن شكر وكړو چې پاك پوځ او نوري ادارې د تسبيح په شان ترتيب كښې زمونږ حصار جوړ شوي۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د افغانستان حکمرانان د ډيري مودي راهسې هېواد لوټ كړې ، وسائل ئې د ادارې په جوړولو نه دي خرڅ كړي بلکه ذاتي ګټي ئې كړي، هم دغه نتيجه ده چې نن د هغوي دفاعي حصار د شګي ديوال ثابت شوې۔ بايد مونږ د آزادۍ قدر او د هېواد اهميت څخه خبر پاتي شو او د دروغو ډنډورو څخه هم ځان خبر كړو۔
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina