اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د لوړو زده كړو كمېشن پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه تر دې دمه د 4 اربه 63 كر??ړه روپو فنډز جاري كړې۔ حكومت هېواد كښې د اعلی تعليم ودې له د روان مالي كال په مهال 46 اربه 67 کر??ړه څخه زياتې روپې بېلې كړې۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شوو شېمرو ترمخه پشين او خضدار كښې د وېمن پوهنتون کېمپسز جوړولو له 8 كر??ړه ٬ د قراقرم نړيوال پوهنتون هوسټل جوړولو او د لوبو اسانيو رسنې له 2 كر??ړه 50 لكهه ٬ وروستو پاتې سيمو كښې د پوهنتونونو اپ ګرېډېشن له 10 كر??ړه ٬ سائنس ټېلنټ فارمنګ سكيم له 4 كر??ړه ٬ ایئر پوهنتون اسلام آباد كښې ریسرچ او اکېډمک بلاک جوړولو له 8 کروړه، د پاک امریکا نالج کورېډور تر سېوري لاندې پی اېچ ډی سکالر شپس پروګرام له 8 کر??ړه 50 لکهھ، د مصنوعي ذهانت قومي مركز له 8 کر??ړه ، انجینئرنګ پوهنتونونو كښې اېم اېس ، پی اېچ ډی پروګرام له 10 کر??ړه 93 لکهھ، انټرنېشنل اسلامک پوهنتون كښې اپ ګرېډېشن له 9 کروړه، وومن یونیورسټی ملتان جوړولو له 1 کروړ او نارووال كښې د یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ ټیکنالوجی لاهور سب کېمپس جوړولو له د 9 كر??ړه روپو په شمول بېلو منصوبو لپاره فنډز جاري كړې شوي
د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د پي اېس ډي پي ترسېوري لاندې د لوړو زده كړو كمېشن پرمختيائي منصوبو لپاره 4 اربه 63 كروړه روپۍ جاري كړې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر